د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د اوبو د يوه کوچني بند د جوړولو چارې د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو له لوري پيل شوې. د ياد ولايت والي محمد امین جان عمري د یاد بند د چارو د پيل په مراسمو کې وویل چې سرپرست حکومت خلکو ته د بنسټیزو کارونو د پیل په موخه لاس پکار شوی دی. نوموړي زياته کړه، چې یوازي د روانې میاشتې په اوږدو کې د نږدې لسو بنسټیزو پروژه کار په دغه ولایت کې پیل شوی دي. په ورته وخت کې د غزني د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد ادریس حنیف وويل چې د دغه بند په جوړولو څه باندي ۲۹ لکه افغانۍ لګښت راځي چې د یاد ریاست له لوري ورکول کېږي. حنیف همدارنګه وويل چې د اوبو ياد بند به د ۱۰۰۰ مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري او فلټریشن هم پکې ځای پر ځای کېږي، چې په دې سره به د سیمې خلک د کرنې ترڅنګ د څښاک پاکو اوبو په برخه کې هم ګټه واخلي.
































