د لوګر د پوهنې ریاست ۱۴۸ دیني مدرسو ، دارالحفاظونو او دارالایتامونو ته د ۵۱۵ تنو نویو استادانو د ګومارلو پروسه رسماً پیل کړه. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې دغه پروسه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د هدایت پر اساس پیل شوه، چې د شلو ورځو په موده کې به بشپړه شي. دا نوي استادان د ۱۴۸ دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارلایتامونو لپاره ګومارل کېږي، چې ۴۶۷ نارینه او ۴۸ ښځینه استادان پکې شامل دي. د لوګر د پوهنې ریاست مرستیال عبیدالله هشام وایي، چې د یادې ګومارنې لپاره یې یو ځانګړی مهال وېش جوړ کړی چې له مخې به یې په منظمه او شفافه توګه ترسره شي.
































