د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د ملاتړ او درناوي غوښتنه وکړه. هغې تېره شپه پر خپله ټویټر کې لیکلي، افغان کدوال، د ملاتړ، عزت او خوندیتوب مستحق دي، نه د ځورونې. هغې لیکلي، د ملګرو ملتونو له غږ سره خپل غږ ملګری کوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د کډوالو د ډله ییز اخراج په باب پر خپله تګلاره بیاکتنه وکړي. د پاکستان حکومت د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه په دې هېواد کې مېشتو ټولو ناراجسټر شویو افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي، که نه دوی به یې پر ضد عملیات پیل کړي. هاخوا د پاکستان په ځینو ښارونو کې د کډوالو لپاره لنډمهالي تاسیسات جوړ شوي چې کډوال تر نیول کېدو وروسته ورته لېږدول کېږي، بیا افغانستان ته اخراجېږي.
































