د غزني ولایت سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت په ارزو سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژل کېدو غبرګون کې لاریون کړی دی. دوی چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې هم له ځان سره غزني ښار ته راوړي وو پر حکومت یې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د ملکي وګړو د وژلو لړۍ ودروي. لاریونوال وایي، له مودو راهیسي له دواړو لوریو وژل کېږي خو هیڅوک یې هم غږ نه اوري. هغوی زیاته کړې، کلونه کېږي چې کلي او کورونه یې د امنیتي ځواکونو له لوري په ډیسي توغندیو ویشتل کېږي او سره له دې چې په وار وار یې شکایت کړی دی خو دا لړۍ لا هم دوام لري. د یادونې ده چې نن د دغه ولایت اړوند ارزو سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د امنیتي ځواکونو له لوري توغول شوي توپونه د خلکو پر کورونو لګېدلي او په پایله کې یې دوه ملکیان وژل شوي دي.
































