د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي تر څو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو، پر خپلې پرېکړې یو ځل بیا غور وکړي او د دغې پرېکړې څخه دې لاس په سر شي. د بښنې نړۍوال سازمان، د پاکستان دغه پرېکړه له بشري حقونو سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د کډوالو اېستل د دوی د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنې پیداکوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان دغه پرېکړه به بشري ناورین را منځ ته کړي. د دغه سازمان ویاندې، راوینا شمدساني، د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه خواشینوونکې بللې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه ۱٫۴ مېلیونه غیر قانوني افغانان اغېزمن کوي. هغې زیاته کړې چې څه باندې دوه مېلیونه غیر قانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې لږ تر لږه ۶۰۰ زره له دغو کډوالو د تېر حکومت له راپرځېدو وروسته افغانستان پرېېښی دی.
































