د وسلهوال پوځ ستر درستیز بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اشکاشم ـ واخان لویې لارې د جوړولو چارو پرانیسته کړې ده. نوموړي د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د دې لویې لارې بیا رغونه په هېواد کې د سوداګرۍ په برخه کې مهمه بللې او ویلي یې دي، چې دغه لار لوی او کوچني پامیرونه د بدخشان ولایت مرکز سره نښلوي او چارې به یې د دفاع وزارت د رهبرۍ تر څارنې لاندې ترسره شي.
































