د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په مشرۍ د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د بېلابېلو کمېټو د فعالیتونو ساحه معلومه او هرې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې خپلې اړوندې چارې په عاجله توګه تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي. دغه راز په یاده غونډه کې له را ستنېدونکو کډوالو سره د سرپرست حکومت د امکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.
































