د امریکا دځمک پېژندنې ادارې ویلي، چې نن سهار نهه نیمې بجې په هرات ولایت کې د رېښتر په کچه ۴ اعشاریه ۸ درجې زلزله وشوه. د دغې زلزلې مرکز له زنده جان ولسوالۍ څخه ۱۹ کیلومتره لرې او ژوروالی یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومتره ښودل شوی دی. دا له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا په هرات ولایت کې درېیمه زلزله ده چې کېږي. تر دې دمه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نشته.
































