د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په سنګر مانده سیمه کې د یوې ترافيکي پېښې له کبله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امينې قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي چې نن سهار د شهرصفا ولسوالۍ په سنګر مانده کې د یوه ۴۰۳ ډوله موټر د چپه کېدو له کبله دوه تنه مړه شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره د شهرصفا ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرتېري سمدستي یادې سیمې ته رسېدلي او د پېښې ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي دي. په ورته وخت کې د شهرصفا ولسوالۍ روغتیايي مسوولینو وویل چې په ټپیانو کې د ۲ تنو روغتیايي وضعیت نازک وو، چې د درملنې په موخه کندهار ولایت ته انتقال شول.
































