د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چاور وزارت ویلي، چې پرون د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له یو زرو ۸۰۰ زیات افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاد کسان په زور له پاکستان ایستل شوي دي. د دې وزارت په خبره، راستانه شوي کډوال د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
































