د میدان وردګ ولایت په چک، نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې نن د دغه ولایت له سیندېزې حوزې ریاست سره په همغږۍ د ترکيې خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو شل څاه ګانې ګټې اخیستنې وسپارل شوې. د دغه ولایت د سیندېزې حوزې رییس وویل، چې د څښاک پاکو اوبو یادې څاه ګانې د ۳ اعشاریه ۴ مېلیون افغانیو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې کېندل شوې دي. نوموړي وویل، چې دوی هڅه کوي راتلونکې کې هم د اوبو د مدیریت په برخه کې د کوچنیو چېک ډېمونو د رغولو پروژې پلې کړي. د سیمې خلکو د یادو څاه ګانو پر پرانیسته خوښي وښوده او وې ویل، چې په راتلونکې کې دې هم د دوی په سیمه کې د اوبو د مدیریت په برخه کې ورته پروژې پلي شي. د یاد ترکي بنسټ د مسولینو په وینا، دوی د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د اوبو د مدیریت او څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخو کې فعالیت کوي.
































