ټاکل شوې چې د کرکټ نړۍوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله شپږمه لوبه نن له سريلانکا سره ترسره کړي. دغه لوبه نن له غرمې وروسته په یوه بجه د هند په پوني ښار کې ترسره کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ هم ويلي، چې افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې لوبې ته بشپړ چمتووالی نيولی دی. افغانستان له دې وړاندې په نړۍوال جام کې پنځه لوبې ترسره کړي چې دوه يې ګټلي او درې يې بايللي دي. دغه راز سريلانکا بيا په شپږو لوبو کې يوازې دوه لوبې ګټلي دي.
































