بهرنيو چارو وزارت د هرات زلزله ځپلو خلکو سه د تاجکستان له بشري مرستو مننه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې د دې مرستو لومړۍجوپه، چې تېره اونۍ هرات ولایت ته ورسېده؛ خوراکي توکي، پوښاک، درمل او ځيني نور د بېړني وضعيت د اړتيا وړ توکي لري. دغه مرسته د تاجکستان د ولسمشر د استازي صاحب جان او په کابل کې د تاجکستان سفارت د دیپلوماتانو او مل پلاوي له لوري په هرات کې له زلزلهځپلو سره د مرستې رسولو کمېسیون غړو ته سپارل شوې ده.
































