د هند په جنوب کې تېره شپه د دوو رېلګاډو د ټکر له امله ۸ تنه مړه شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. پرېس ټرسټ اف انډیا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پېښه په اندرا پردېش ایالت کې شوې ده. د دې خبري اژانس د راپور له مخې پېښه وروسته له هغې وشوه چې یو رېلګاډی ټرافیکي اشارې ته له پام کولو پرته په تېز سرعت تېر شو. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، په ټکر کې ۸ کسان مړه شوي دي. اخوا د رېللارو یوه لوړپوړي چارواکي بیا له ۱۸ تر ۲۰ پورې د کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
































