له پاکستانه د غیر قانوني کډوالو د اېستلو د ضربالاجل د نږدې کېدو سره سم، د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سرفراز بوګټي، ویلي چې له پاکستانه به ټول غیر قانوني کډوال په دوه پړاوونو کې واېستل شي. پاکستاني رسنیو د بوګټي له قوله راپور ورکړی چې، لومړي پړاو کې به هغه کډوال واېستل شي چې د سفر کولو قانوني اسناد نه لري او په دوهم پړاو کې به هغه کډوال چې د پاکستان پېژند کارت لري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ سره ثبت دي، و اېستل شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه بهیر یواځې د افغان کډوالو لپاره نه دی، خو په پاکستان کې ډېری غیر قانوني کډوال افغانان دي. دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې چې، ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو افغان کډوالو په دواطلبانه توګه دغه هېواد پریېښی.
































