د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان مالي کال د تلې میاشتې په بهیر کې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۰۸ زره ۴۹۶ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۲۳۱ زره ۳۵۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۰ زره ۶۰۴ ټنه، د خواف – هرات بندر له لارې دوه زره ۱۶۰ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۴ زره ۳۷۸ ټنه چې ټولټال ۳۰۲ زره ۳۶۳ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې شپږ زره ۱۳۳ ټنه تجارتي مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
































