د کاناډا حکومت وایي، چې دغه هېواد ته د ۴۰ زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږلو لړۍ بشپړه شوه. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک مېلر ویلي، دغه هېواد خوښ دی چې له ټاکلې مودې وړاندې يې د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهير پای ته ورساوه. ټاکل شوې وه چې د افغان پناه غوښتونکو د لېږد دغه پروسه د روان میلادي کال په پای کې بشپړ شي، خو دغه لړۍ څو ورځې وړاندۍ پای ته ورسېده. کاناډا ته په تېرو دو کلونو کې تر ډېره هغه افغانان لېږدول شوي چې افغانستان کې یې د دغه هېواد له پوځیانو سره کار کړی دی. دغه راز په دې ډله کې يو شمېرمدني فعالان، خبریالان، د پارلمان غړي، قاضیان او څارنوالان هم شامل دي.
































