د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ برخه کې یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مرکز د (اې.سي.اېف) موسسې له لوري د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی چې ۲۰ بستره لري. د یاد مرکز په جوړېدو سره به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کېږي او دې برخه کې به د چهارسدې ولسوالۍ د اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شي.
































