د راپورونو له مخې دا چې پاکستان د حکومتولۍ، پیسو سپينولو، ترهګرۍ او نورو مسایلو پر وړاندې اړین ګامونه نه دي اوچت کړي نو ښایي نړیوال مالي اقدام یې ژر له خپل خړ لېست و نه باسي. بلخوا پاکستانی حکومت بیا وایي چې د کرونا ویروس خپرېدو د اصلاحاتو او هغو فعالیتونو مخه ونیوه چې باید د نړیوال مالي اقدام د لارښونې په اساس ترسره شوي وای. نړیوال مالي اقدام پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله په خړ لېست کې شامل کړی دی. په دغه لېست کې شامل هېوادونه د باور وړ نه وي او نړیوال مالي بنسټونه په معاملاتو کې احتیاط ورسره کوي.
































