د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې د ۵۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر نورالهدا متوکل وویل، چې په یاد ولایت کې د مڼو حاصلات د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي. د نوموړي په خبره د مڼو د حاصلاتو د زیاتېدو لامل د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه او هغوی ته د کرنیزو درملو وېش بلل شوی دی. له بلې خوا د یاد ولایت یو شمېر بڼوالانو او د دې محصول پلورونکي د مڼو له حاصلاتو څخه خوښ دي او له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی د محصولاتو د ودې لپاره د مناسبو کورنیو او بهرنیو بازارونو، د اوبو بندونو او د سړو خونو جوړولو ته زیاته پاملرنه وکړي.
































