د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر ۸ زره بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیماوي سرو د وېش خبر ورکړی دی. د غور د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز فیروز کوه او دولتیار، لعل او سرجنګل، دولینه، چهارسدې، پسابند ولسوالیو پر ۸ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیماوي سره وېشل شوې دي. د یادونې وړ ده چې پر هر بزګر۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي تخمونه او سل کیلو ګرامه کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.
































