د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۷ زره او ۱۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت لیکلي چې، د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ هغه یې په زور له پاکستان ایستل شوي چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته رارسېدلي دي. د وزارت په خبره، له ایران څخه راستانه شويو کډوالو کې جبري او په خپله خوښه راستانه شوي شامل دي چې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په کډوالو کې اړمن هغه د مرستو ترلاسه کولو لپاره اړوندو نړۍوالو بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
































