ولسي جرګې په تازه اقدام کې د افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام لپاره ځانګړې شوې بودیجه رد کړه. ولسي جرګې پرون فوق العاده غونډه کړې وه او په دې غونډه کې یې پر هغه پروګرام او د هغه پر مالي امکاناتو بحث وکړ، چې ولسمشر یې له فقر سره د مبارزې لپاره غوره ګام بولي. ولسي جرګې د مالیې وزارت چارواکي وربللي وو او له دوی یې په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړې. په پای کې د وکیلانو قناعت حاصل نه شو او د رایو په اکثریت یې د ملي دسترخوان لپاره ځانګړې شوې بودیجه رد کړه.
ولسمشر غني د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د ملي دسترخوان تر نامه لاندې یو پروګرام پرانیست چې له مخې یې باید په هېواد کې نږدې ۹۰ سلنه وګړو ته په دوو پړاوونو کې خوراکي توکي ووېشل شي. تر دې پرېکړې وروسته په ټولنیزو او نورو رسنیو کې پر دې پروګرام اندېښنې څرګندې شوې او خلکو له حکومت د دغه پروګرام د درېدو غوښتنه وکړه. دوی ویل چې د وچې ډوډۍ د وېش په پروګرام کې پراخ فساد وشو، نو څه ضمانت موجود دی چې په دې ستر پروګرام کې به فساد نه کېږي.
پرون ولسي جرګې فوق العاده غونډه رابللې وه او په هغه کې یې د مالیې وزارت چارواکي راغوښتي وو چې د دې پروژې د مالي امکاناتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات ورکړي. د ولسي جرګې غړو ویل چې د حکومت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱یمې مادې خلاف دی او د دې پروګرام لپاره ځانګړې شوې پیسې دې خلکو ته د کاري فرصتونو درامنځ ته کېدو په برخه کې ولګول شي. د ولسي جرګې غړي همدا راز اندېښنه لري چې ګواکي دغه پیسې به د فساد د موجودیت له امله حیف میل شي او دا به د ملت په حق کې ستره جفا وي.
وکیلانو همدا راز په دې غونډه کې د ملي دسترخوان پروګرام خیالي او غیر عملي وباله. د دغې جرګې غړي محمد عظیم کبرزاني وویل، حکومت دې دغه پیسې پر حیاتي پروژو ولګوي. د ده په خبره: ((ښه به وي د دې خیالي او فرمایشې پروژې ۲۸۰ میلیونه ډالره پروژه، د روغتیا، روغتونونو جوړولو، ښوونځیو جوړولو او نورو حیاتي پروژو باندې ولګول شي)).
ځینې وکیلان بیا وايي چې په دې پیسو افغانانو ته ګڼ فرصتونه برابرېدلی شي. د ولسي جرګې غړی کریم اتل وايي: ((که په واقعیت سره ملت ته کار کېږي، په دې پیسو باندې باید فابریکې جوړې شي، خلکو ته به د کار زمینه برابره شي)).
بلخوا مالیې وزارت بیا وایي چې دغه پیسې نړیوال بانک او نور نړیوال ډونران ورکوي چې غیر اختیاري دي او د دوی په خوښه لګول کېږي. د مالیې وزارت معین عبدالحبیب ځدران وایي: ((دغه پیسې چې د ملي دسترخوان لپاره ورکول کېږي، صلاحیت یې له نړیوال بانک او نورو ډونرانو سره دی. د ځینو نورو پروژو پیسې مو هم دې پروګرام ته ورکړې دي)).
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم بیا وایي چې دا د افغان حکومت پروژه ده او موخه یې هم دا ده چې په هېواد کې د فقر په له منځه وړلو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ولسي جرګه دې د فقر په له منځه وړلو او دغه ډول پروګرامونو په پلي کولو کې همکاري ورسره وکړي.
خو له دې هڅو سره سره، د افغان حکومت چارواکو د ولسي جرګې قناعت حاصل نه شوی کړی او په پای کې ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د رایو په اکثریت به دغه بودجه ردوي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې وکیلانو د رایو په غوڅ اکثریت دغه بودیجه رد کړې ده او معلومه نه ده چې ارګ به یې پرېکړه عملي کړي کنه.
تر دې وړاندې هم د وچې ډوډې د ویش په پروګرام کې د پراخ فساد راپورونه خپاره شوي وو، چې افغان حکومت یې تر دې دمه ولس ته په اړه معلومات او وضاحت نه دی ورکړی.
































