د دارالامان ماڼۍ له شاوخوا یو کال وروسته تېره ورځ د یو شمېر حکومتي چارواکو په شتون کې د سیلانیانو او عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوه. مسوولين وايي، حکومت ژمن دی، چې د هېواد ټول تاريخي ځايونه ورغوي او خلکو ته يې د ليدلو اجازه ورکړي. په ورته مهال يو شمېر کابل ښاريان د هېواد د اقتصاد د ښه والي په موخه له تاريخي ځايونو څخه د سيلانيانو د ليدنې اغېزې ته په اشارې سره له حکومته غواړي، چې ټولو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته د دغو ځايونو د ليدو اجازه ورکړي. دوی دغه راز د تفریح لپاره د خلکو پر اړتیا ټینګار وکړ او زياته يې کړه، افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې ډېر تاريخي ځايونه لري او بايد دغه ځايونه ورغول شي. د یادولو وړ ده چې د دارالامان ماڼۍ د ۱۹۲۰ لسیزې په لومړیو کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او تر سلو کلونو زیات عمر لري. دا ماڼۍ د څلویښت کلنو کورنیو جګړو په ترڅ کې د افغانستان د جګړې په یوه کنډوالې او سمبول بدله شوه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت بیا جوړه او پرانیستل شوه.
































