د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې له کندهار څخه په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۰زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. مسوولين زياتوي، د ۹۵ میلیونه ډالره په ارزښت دغه وچه مېوه پاکستان، هندوستان، امريکا، نيپال، کاناډا، متحده عربي امارات، اوزبکستان ترکيې او چين ته صادره شوې ده. د وچې مېوې په دغه صادراتو کې کشمش، ابجوشي، بادام، انځر، شکرپاره، پسته او ځینې نورې مېوې شاملې دي. د يادونې ده، چې په هېواد کې وچه مېوه تر ډېره په کندهار، زابل، اوروزګان او دايکنډي ولايتونو کې توليديږي.
































