د فلسطین او اسرائیل ترمنځ روانه خونړۍ شخړه چې د اکتوبر په ۷مه راپورته شوې، تر اوسه دوام لري او د شخړې ښکېلو خواوو څه د پاسه لس زره تنه وژل شوي دي. په دې جمله کې په غزې ټرانګه کې څه د پاسه ۸۵۰۰ تنه ووژل شول چې پکې څه باندې ۳۵۰۰ تنه ماشومان شامل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اکتوبر په ۲۷مه یوه بېړنۍ غونډه وکړه او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اوربند مسوده چې د اردن لخوا وړاندې شوې، د ۱۲۰ موافقو رایو په ګټلو سره تصویب کړه.
خو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې په شپه د اسرائیل نور زیات ځمکني ځواکونه د غزې ټرانګې ته ننوتلي، او لومړي وزیر نتنیاهو اعلان وکړ چې د حماس پرضد يې د جګړې دویم پړاو پيل کړی دی.

له دې څخه ښکاري چې اسرائیل د اوربند پرېکړه نه مني، د یادو دواړو خواوو ترمنځ حملې او بریدونه دوام لري او ملکي وګړي يې لا هم د وژل کېدو له ګواښونو سره مخ دي. اسرائیلي جنګې الوتکو د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د غزې پر جبالیا پنډغالي بمباري کړې او له امله يې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل شول. په ټولنیزو رسنیو کې مو دغه شان داسې ویډیو لیدلې چې د غزې ټرانګه کې کسان د ماشومانو پر بدن د هغوی نومونه لیکي ځکه په جګړه کې دوی ژوند له لاسه ورکړي، نو هویتونه يې وپېژندل شي. دا ډېر د خواشینۍ وړ حالت دی.
د یادولو وړ ده چې امریکې د ملګرو ملتونو د اسامبلې په غونډه کې یادې مسودې ته مخالفه رایه ورکړه. تر یادې رای اچونې وروسته، د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې واشنګټن له لنډ مهالي اوربند ملاتړ کوي. خو هغه د اکتوبر په ۳۰مه نېټه بیا مخکنۍ ادعا څرګنده کړه چې اوسمهال د فلسطین او اسرائیل د اوربند وخت نه دی.
له اسرائیل څخه د واشنګټن بې شرطه ملاتړ په ډاګه شوی، د امریکې دوه الوتکې وړونکې پوځي بېړۍ په وار سره د مدیترانې سمندر سیمې ته ورسېدل. د ایران رسنیو ویلي، چې د امریکې شاوخوا ۵ زره سرتیري د غزې ټرانګې پر وړاندې د اسرائیلي ځواکونو په ځمکني عملیاتو کې برخه لري.
بې له شکه امریکا او اسرائیل پیاوړی پوځي ځواک لري، خو د دوی عملونه د نړۍ د زیاتو هېوادونو لخوا نه منل کېږي.
بوليویا هېواد د اکتوبر په ۳۱مه له اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ او په غزه کې پر فلسطیني وګړو د اسرائیل له جرمونو سره يې سخت احتجاج څرګند کړ. چيلي او کلمبیا په همدې ورځ له اسرائیل څخه خپل سفیر ورغوښتی.
امریکې څو ځلې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اوربند مسوده رد کړې او ناعادلانه کړنې يې هم د مختلفو خواوو له مخالفت سره مخ دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په دننه کې هم د مخالفت اواز پورته شوی، جګپوړي چارواکي يې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او پر بایډن حکومت يې نیوکې کړې دي.
د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چین ځانګړي استازي ویلي چې د مسئلې حلولو لپاره باید نظامي تدبیرونه ونه نیول شي، څرنګه چې له دې امله به مسئله پوره حل نه شي او انتقامي کړنې به تکرار شي. له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو وتل دا واقعیت په ډاګه کوي چې د نورو هېوادونو په چارو کې پوځي لاسوهنې به هرومرو ښه نتیجه ونه لري.
د ملګرو ملتونو په اسامبلې کې د رایې اچونې نتیجه ښيي چې د نړۍ اکثریت هېوادونه سوله پال دي او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د مسئلې پوره حل غواړي، د دوی اراده له رښتینې بشردوستۍ او د نړۍ د ډېر زیاتو هېوادونو له هیلې سره سمون لري.
که امریکا په ټينګه سره د نړیوالو پر وړاندې ودرېږي، نو نړیوال به د دې رښتینې بڼه وپېژني او نړیوال باور به يې نور له لاسه ورکړی وي.
































