نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا د را روانو ټاکنو په اړه یو مطلب کې لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د امریکا تاریخ کې یوازینی ولسمشر دی چې شرم نه لري، عوام فریبي کوي او پرله پسې دروغ وایي، نیویارک ټایمز وایي راتلونکې ټاکنې د امریکا تاریخ کې مهمې دي او که دا ټاکنې بیا ټرمپ وګټي نو دا به نړۍ ته ثابته کړي چې امریکایان په اهلیت او رښتینې ولسواکۍ باور نه لري، ورځپاڼه وایي ټول امریکایان حتا ماشومان اوس پر دې خبرې کوي چې ولسمشر ټرمپ یو عوام فریب او دروغجن ولسمشر دی.
































