امریکا وایي د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او بریدونه ډېر شوي دي او دا مسئله د اندېښنې وړ ده. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي دي دوی له دې اطلاع لري چې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي. د نوموړي په خبره د هوکړې له مخې طالبان اړ دي چې تاوتریخوالی کم کړي خو د تاوتریخوالي ډېرول له هوکړې سرغړونه او د اندېښنې وړ مسئله ده. نوموړي ویلي دوی هوکړې ته ژمن دي نو طالبانو ته هم په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرو ته د باور فضا جوړه کړي. تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده، خو دغه ډلې د افغان حکومت او امریکا دغه غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی دی.
































