د لوړو زده کړو وزارت وایي، ټولو هغو محصلينو او د پوهنتونونو استادانو ته چې له بهره بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ورته د زده کړو او تدريس زمينه برابروي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې هغه افغان محصلین چې په بهر کې یې زده کړې پای ته نه وي رسېدلي، تحصیلي اسنادو ته په کتو به په پوهنتونونو کې جذب شي.خبرپاڼه زياتوي، چې د استادانو لپاره د هغوی د لیاقت او وړتیا پر اساس به د استادۍ په برخه کې د خدمت زمینه برابره شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د ټولو غېر قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.