المان له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښودلې. د راپور له مخې، د المان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل، دا هېواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده المان ته ولېږدول شي. ده ونه ویل چې څومره افغانان به له پاکستان څخه المان ته بوځي. پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، هغه افغان کډوال به له پاکستان څخه ونه باسي چې له دغه هېواده المان ته د تلو انتظار باسي. پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.
































