امریکا وايي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو هېوادونو غواړي چې د پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د اجباري نه ایستلو اصولو ته درناوی وکړي. یوه امریکايي چارواکي د سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې واشنګټن هڅه کوي له پاکستان څخه امریکا ته ۲۵ زره افغان کډوال ولېږدوي. يو شمېر پاکستاني چارواکو چې د خپلو نومونو له څرګندولو يې ډډه کړې د دې خبر پخلی وکړ چې اسلام اباد له امريکا څخه د دغو افغانانو نوملړ ترلاسه کړى، خو دغه لېست نيمګړى دى. په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د پاکستان له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل پرون پای ته ورسېد. ویل کېږي چې په پاکستان کې له یو میلیون او اوه سوه زرو څخه زیات افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې له دې جملې څخه څه باندې اوه سوه زره یې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.
































