په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د پاکستان د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغان کډوالو د شړلو پر اړوند ستونزو؛ په ځانګړي توګه د کډوالو د اموالو او له بانکي حسابونو څخه د پیسو لېږد، په تورخم او چمن کې د زرګونه کډوالو بند پاتې کیدا، د پاکستانيو پولیسو او عسکرو لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د ستنېدونکو افغان کډوالو او اسناد لرونکو افغانانو ځورونې خبرې شوې دي. د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي د راپورته شويو ستونزو د ژر تر ژره حل پر تړاو ژمنې کړې دي.
































