د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن له نیدرلینډ سره لوبه کوي. بلخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جاناتن ټروټ وايي، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالي ورته ډېره ارزښتمنه ده او خپل سیال ته په کمه سترګه نه ګوري. ټروټ زیاته کړه، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالۍ ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله یې څرګنده کړه چې ډېره ښه پایله به ترلاسه کوي. نوموړي دغه راز خپلو تېرو سیالیو ته په اشارې سره وویل، لوبډله یې په ډېر لوړ مورال کې ده او دا به له دوی سره مرسته وکړي چې پخپلو پاتې سیالیو کې ښه ولوبېږي. ټروټ وویل، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالۍ ته یې له تېرو څو ورځو راهیسې پرله پسې تمرینات ترسره کړي دي او دا به ورسره د ښې لوبې په کولو کې مرسته وکړي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه ۶ سیالۍ ترسره کړي چې درې یې بایللي او درې یې ګټلي دي.
































