د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیوف د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي سره خبرې کړې دي. دواړو لورو پر افغان سوله او همدا راز د افغان جګړې پر سوله ییز حل بحثونه کړي دي. دوی ټینګار کړی دی چې باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي او په وینا یې دوی په دې برخه کې همکار دي. دواړو لورو دغه راز پر دې هم خبرې کړې دي چې د افغانستان په اقتصادي کې کومې همکارۍ کولی شي. جاپان او ازبکستان ټینګار کړی چې په سیمه کې پرمختللی افغانستان د ټولو په ګټه دی.
































