د میدان وردګو ولایتي چارواکو د پاکستان له خوا جبري ایستل شویو افغانانو د راتلو لپاره مشورتي غونډه کړې ده. په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د دې ولایت په کډوالو ښارګوټي کې ۲۷۲ کورونه چې ۷۰ سلنه کارونه یې له پخوا بشپړ شوي او پاتې کارونه یې هم باید ژر تر ژر بشپړ او له پاکستان څخه راتلونکو افغانانو ته ورکړل شي. په یاده غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه ولایت ته راتلونکو افغانانو سره باید هر اړخیزه مرسته تر سره شي.
































