د دفاع سرپرست وزیر د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغان کډوالو سره زور زياتی ونکړي او د هغوی ملکيتونه ترې ضبط نه کړي. په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ځينې پاکستاني امنيتي ځواکونه له افغان کډوالو په زور پيسې او مالونه اخلي. د دفاع سرپرست وزیر وايي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه يو اړخيزه ده چې په وينا يې افغانان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي له ملګرو ملتونو، اسلامي همکاريو سازمان او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان غږ وکړي چې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي.
































