په هرات کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ځانګړى روغتون پرانیستل شو. د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس حيات الله روحاني وايي، چې په دې روغتون کې به څه د پاسه ۴ زره تنه په نشه يي توکو روږدي کسان ساتل کېږي او د روغتيايي ټيمونو له خوا هغوى ته روغتيايي خدمتونه هم وړاندې کيږي. روحاني زیاته کړه چې دوی هڅه کوي له ښاره ټول روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتونونو او کمپونو ته ولېږدوي. نوموړي وویل چې تر اوسه یې له ښار څخه ۸ زره روږدي کسان راټول او درملنه یې کړې او د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ لا هم روانه ده. وبل خوا په نشه يي توکو روږدي کسان د دغه روغتون په جوړېدو خوښ دي او وايي چې نور نه غواړي نشه يي توکو ته مخه کړي.
































