د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په واشنګټن کې د پاکستان له سفیر، مسعود خان سره په لیدنه کې، د افغان کډوالو د وضیعت په تړاو خبرې کړي دي. هغې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې، پر مېرمنو او نورو زیانمنوونکو ډلو د کډوالو د جبري اېستلو اغېزو او هغو ننګونو چې دوی افغانستان ته په ستنېدو کې ورسره مخ کیږي، هم خبرې اترې شوي دي.
































