د ایران په شمال کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۳۲ تنه مړه شوي دي. د ایران د عدلیې وزارت ویلي، چې د تهران په شمال کې د ګیلان ولایت په لنګرود کې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه نور زخمیان شوي دي. د راپورونو له مخې په دغه ۴۰ بستریز مرکز کې د اورلګېدو د علت معلومولو دپاره پلټنې پیل شوي دي. خو د ایران د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د لومړنیو پلټنو له مخې، یوې بخارۍ اور اخیستی او وروسته دغه اور د ودانۍ نورو برخو ته خپور شوی دی. د ایران ایسنا خبري اژانس د اور لګېدو د پېښې عکسونه خپاره کړي چې ښيي، له ودانۍ اور او دود پورته کیږي د شپې اسمان یې روښانه کړی دی.
































