د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دمګړی په مسکو کې دی او له روسي چارواکو سره به پر بېلو مسایلو خبرې کوي. ظریف ویلي د نړۍ وضعیت ته په کتو ایران غواړي له خپلو نږدې متحدو هېوادونو چین او روسیې سره اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي. ایران تر چین وروسته اوس غواړي له روسیې سره هم خپله شته هوکړه تمدید کړي او په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې غښتلې شي. ظریف ویلي په سیمه کې د ستونزو د حل لپاره پراخو همکاریو ته اړتیا ده او په خبره یې ایران ددغه همکاریو د جلب لپاره هڅې پيل کړې دي. ایران داسې مهال له چین او روسیې سره د نږدیوالي خبر ورکوي چې د امریکا له سختو اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخ دی.
































