د سرپرست حکومت د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال نن (شنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ. د نوموړي دفتر پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د سوداګرۍ او ترانزیتي اړیکو او په چابهار بندر کې د افغانستان د ونډې د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورټ او صنعت سکتور کې پانګونې ته را وبولي.
































