په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغان سولې پر روان بهیر او له کرونا وبا سره پر مبارزې بحث شوی دی.
د چین سفیر د افغان سولې په برخه کې روان پرمختګ ته هیله مندي ښودلې او په خبره یې، چې هېواد یې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. وانګ یو ویلي، کرونا ناروغي هم په افغانستان کې کنټرول شوې ده او چین به له کرونا سره د مبارزې او نورو اقتصادي برخو کې خپلو مرسته ته ادامه ورکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزی له افغانستان سره د چین له مرستو مننه کړې ده او په راتلونکو کې یې ددغه ډول مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. کرزي چین د افغانستان یو ښه ګاونډی یاد کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ یې ژورې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې مهمې بللې دي.
د یادونې وړ ده چې چین له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې څو ځله د روغتیایي توکو مرسته وکړه.
































