د پروان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپيان شوي دي. د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الرحیم مسکینیار وویل چې د یاد ولایت د مرکز قلعه خواجه کلي کې نن سهار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۴ ښځو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د سیمې اوسېدونکو په همکارۍ د یاد ولایت روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی. د یادونې وړ ده، چې پرون هم په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه ټپیان شوي وو.
































