په کندهار کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه نن غرمه د کابل- کندهار پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کې شوې ده. د کندهار د میرویس روغتون مسوولینو ویلي، چې د پېښې له ځایه درې مړي او څلور ټپیان ور وړل شوي، چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی. د کابل – کندهار پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې کېږي چې لوی لامل یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.
































