عدلیې وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې تېره میاشت له غصب څخه د څه باندې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکې د خلاصولو خبر ورکوي. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د هېواد په ۸ ولايتونو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيكي ټیمونو د تېرې مياشتې په اوږدو کې کابو ٦٨ زره جریبه ځمکه تثبیت څخه وروسته بېرته راګرځولې او اړوندو ادارو ته يې تسليم کړې ده. یاد وزارت زیاته کړې چې دغه راز د ځمکو د غصـب د مخنيوي تخنیکي استازو د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې د يادې مياشتې په اوږدو کې کابو ١٣٦ زره جريبه ځمکه تثبيت کړې او کابو ۳۷۱ زره جریبه نـــوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نيولې ده. د دغه وزارت په وینا د وروستۍ مياشتې په اوږدو کې تر ټولو زياتې استرداد شوې ځمکې په میدان وردګو، زابل او کندهار ولايتونو کې موقیعت لري.
































