امریکا د ولسي جرګې یوې غړې الهان عمر ویلي افغانان د تباهۍ نسل دی. نوموړې د امریکا ولسي جرګې ته یوه طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې باید ټول امریکایي عسکر له افغانستان و ایستل شي. سره له دې چې پر طرحه یې منفي رایې ډېرې وې خو بیا هم ۱۰۹ کسه له نوموړې سره موافق وو. الهان ویلي چې افغانان د تباهۍ نسل دی او امریکایي عسکر بې مورده په افغانستان کې وژل کېږي. نوموړې د امریکا پر حکومت هم نیوکه کړې چې عسکر یې بې پلانه او بې موخې په افغانستان کې جنګولي دي او باید ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي او سرتېري را وباسي.
































