د لومړۍ ځل لپاره د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا د نږدې ٣میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم د جوړولو کاري چارې پیل شوې. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي وویل؛ د کبانو د تولید او روزنې دغه دولتي فارم د دوه جرېبه ځمکې پر سر د دوه نیمو میاشتو په موده کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه جوړیږي. ورته مهال د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر په وینا دغه فارم دوه حوضونه لري، چې په یوه وخت کې به د ٦ زرو کبانو د ساتلو او روزلو ظرفیت ولري او د یوه کال په موده کې به څلور ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي.
































