د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د څو پروژو چارې پیل شوې. دغه پروژې د غوریان ولسوالۍ په جنګان کلي کې له ختیځ څخه جنوب لوري ته د ۵۷۷ مترو په اوږدالي د استنادي دېوالونو، پلګوټو او کانالونو د رغولو چارې پیل شوې چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي. په غرب زون کې د سرې میاشتې ريیس شیخ یارمحمد فاروقي وویل چې دغه پروژې سره صلیب په مالي ملاتړ د څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي.
































