د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د خوراکي توکو خوندیتوب د لا خرابېدو خبرداری ورکړی دی. د دغو بنسټونو په ګډ راپور کې افغانستان د هغو اتو هېوادونو په ډله کې دی، چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی. د دغو دوو بنسټونو موندنې ښيي چې په یو شمېر هېوادونو، په تېره بیا افغانستان کې د بشري مرستو کمښت به د خوراکي توکو د نه خوندیتوب لامل شي. د دغو بنسټونو د راپور له مخې، افغانستان، کانګو، ایتوپیا، هایتي، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن اندېښمنونکي هېوادونه دي او خلک يې له ستونزو سره مخ دي. دوی ويلي، ښايي په دغه هېوادونو کې دغه ستونزه لا ډېره شي.
































