د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر دانیېل انډرس او د یونسیار او آی.او.ام موسسو له استازو سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو، اساسي حللارو، دایمي سرپناه او کاري فرصتونو په برابرولو خبرې وشوې. د یادې کتنې پرمهال دانیېل انډرس د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي کډوالو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو له امله د کډوالو چارو وزارت هڅې ستایلي دي. د کډوالو چارو سرپرست وزیر له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له خپل رسوخ څخه په ګټه اخستنې دې په کوربه هېوادونو فشار راولي ترڅو د کډوالو د منل شویو حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.
































